Beautiful Poems

خپل شعرونه دلته سبمیټ کړئ Submit poems

د ۲۰۲۴ /۱۴۰۳ کال جایزې

لومړۍ جایزه ښځینه : کامله عزیزي

لومړۍ جایزه نارینه : قیس هاشمي

دوهمه کتګوري: تقوا برهان شکوري او اسداله نیازي

 آزاد شعر ته ځانګړې شوې جایزه: زمزمه غزل

فوق العاده جایزه: کامران احمدزی

ځلاند فرهنګی مشر جایزه: رحمت شاه سایل

 خواږه شعرونه هر کال دغه شپږ جایزې وړاندې کوي 

نقدی ارزښت: لومړۍ جایزې ۵۰۰ ډالره

دوهمه کتګوری: ۳۰۰ ډالره

آزاد شعر: ۳۰۰ ډالره

فوق العاده جایزه ۱۰۰ ډالره

ځلاند فرهنګی مشر جایزه:  ۱۰۰۰ ډالره

مسابقه یا سیالۍ کی د ګډون د پاره حتمي دي چی ګډون کوونکي
.په افغانستان کی زیږیدلي وي
یو  فعال ایمیل حساب ولري
او عمر یی د ۱۶ او ۴۰ کالو تر مینځه وی

ځلاند فرهنګی مشر جایزه د سیالۍ له لارې نه ورکول کیږي . دا جایزه د داورانو له خوا د یو عمر فرهنګی خذمت د درنښت او ستاینې په موخه  ډآلۍ کیږي. ددې جایزې د ګټلو د پآره کوم حتمی شرایط نشته او هر پښتو لیکوال که هرچیرې زیږیدلی وی د نوماند په توګه پیژندل کیدای شي.

د راتلونکي کال سیالۍ د نوي لمریز کال د وري یا حمل د میاشتې په لومړۍ نیټه پیل کیږي.

خپل شعرونه دلته په دی فورم کی سبمټ کړئ

 د هر کال په سیالۍ کی یو، دوه یا درې
شعرونه ولیږۍ

 سبک او بڼه محدوده نه  ده خو یوه د ۳۰۰ ډالرو جایزه آزاد شعر ته ګوښه شوې ده.

ډیر اوږده شعرونه او هغه  چی کومه
خاصه اجنډا لري یا تبلیغاتی دي نه منل کیږي

هغه شاعران چی شعر ته یی جایزه ورکړل
کیږي زمونږ غوښتنه ترې دا ده چی سمدلاسه
په راتلونکي سیالۍ کی برخه وانه خلي څو
نورو ملګرو ته موقع برابره شي