د ۲۰۲۴ /۱۴۰۳ کال جایزې
لومړۍ جایزه ښځینه : کامله عزیزي
لومړۍ جایزه نارینه : قیس هاشمي
دوهمه کتګوري: تقوا برهان شکوري او اسداله نیازي
آزاد شعر ته ځانګړې شوې جایزه: زمزمه غزل
فوق العاده جایزه: کامران احمدزی
ځلاند فرهنګی مشر جایزه: رحمت شاه سایل
خواږه شعرونه هر کال دغه شپږ جایزې وړاندې کوي
نقدی ارزښت: لومړۍ جایزې ۵۰۰ ډالره
دوهمه کتګوری: ۳۰۰ ډالره
آزاد شعر: ۳۰۰ ډالره
فوق العاده جایزه ۱۰۰ ډالره
ځلاند فرهنګی مشر جایزه: ۱۰۰۰ ډالره
مسابقه یا سیالۍ کی د ګډون د پاره حتمي دي چی ګډون کوونکي
.په افغانستان کی زیږیدلي وي
یو فعال ایمیل حساب ولري
او عمر یی د ۱۶ او ۴۰ کالو تر مینځه وی
ځلاند فرهنګی مشر جایزه د سیالۍ له لارې نه ورکول کیږي . دا جایزه د داورانو له خوا د یو عمر فرهنګی خذمت د درنښت او ستاینې په موخه ډآلۍ کیږي. ددې جایزې د ګټلو د پآره کوم حتمی شرایط نشته او هر پښتو لیکوال که هرچیرې زیږیدلی وی د نوماند په توګه پیژندل کیدای شي.
د راتلونکي کال سیالۍ د نوي لمریز کال د وري یا حمل د میاشتې په لومړۍ نیټه پیل کیږي.