Read selected poems here دلته څو ښایسته شعرونه ولولئ
د پیروتو پایزیب
کاشکې یوه ورځ دې په تنکیو تازه ګوتو
یو ناڅاپه لکه ستا دنګه خندا
زما د کور زنځير په کړَس کړَس وشرنګیږي
یوه شپه مې
ترخه لپه کې د مړه څراغ شیشې نه
ستا د مخ شیرینې وړانګې و شیندل شي
او زموږ د کور پیروتې دې پښو پورې پایزیب شي
ددې شنه بوټي ارمان خو ورپوره کړه !
دغه ځوان انځور ګر غواړي
ستا په تاندو قدمونو ، سره او سپین تنکي ګلونه نقاشي کړي
کاشکې راشې
په باغچه کې مې د صبر وچه شوې ونه ښکل کړې
چې یې تږې پښې بیرته د اوبو غوندې تازه شي
توتکیو به ويلې :
ته چی چیرته یوه څیز ته شونډې وروړې
د مچکې خواږه ځای باندې دې سور ګلاب غوړیږي
* * * * **
زه پوهیږم ته به کله هم رانه شې
نه به هم ستا په راتلو زما لمن کې ګلان شنه شي
زه پوهیږم
ټول خوبونه د اوبو په مخ لیکلي پاتې کیږي
زما بخت لکه د اوښکو توده مالګه
پرې دا ستا نازکه پلونه زخمي کیږي
زما ژوند هم
د غاټول او د ږلۍ د ژوند کیسه ده
د ګلونو قفس
نه غواړمه پوه شم
پرآسمان د الجَوَردو غالۍ څنګه اوبدل شوې ؟
غواړم پوه شم
له رڼا دالجوردو تاته څنګه کمیس جوړکړم ؟
ستادغاړې خوشبویي
دګل له شونډوڅخه څرنګه څښل کیږي
هلته لیرې دغاټولو دنازکې پردې شاته
له ټوپکه پټه شوې رڼا ګورې ؟
اوپه ځمکه رالویدلې دسپوږمۍ ماتې ټوټې ته
لږ آسمان څنګه په لپه کې راکوز کړم
*****
زما کاردې سره نشته چې ریدی ولې تک سوردی بِنَفش نه دی
زه یم سوچ کې
څنګه وکړم ؟
دریدي د بدن یخه تازه ګي دې دسروشونډوپه وچ فصل
په زرغون رنګ نقاشي کړم
اوله فکره داسې ساز لکه باران وڅڅوم
چې کرونده دې د زړه ټوله پرې غنم شي
او دشونډو خوږې کرښې دې له نازه
تکې سرې سرې ونڅیږي ؟
****
لومړۍ ونه د نوزیږي کوشني شانتې په کوم ځای کې تولد شوه ؟
اوبیا ولې دګالب په څیر ماشومه پاتې نشوه
سرکشي یی ولی وکړه ؟
دې پوښتنوباندې نه غواړمه پوه شم
غواړم پوه شمه په دې
د اکاسي دګڼې ونې دګلونو دغه سپین او وحشي بوی ته
د الس ګوتو نه قفس څنګه جوړیږي ؟
! آ های ...زرکې
د ډبرو ژبه څرنګه زده کیږي ؟
او دتورو پردو شانه ښایست څنګه لوستل کیږي
په خاموشه ګونګه ژبه لکه پروت دیو ګل سیوری
په اوبو کې
لوند ښایست د محبت څنګه لمس کیږي
! آ ..... های غرونو
دیار غیږکې سړی څنګه تیږه کیږي ؟
نور محمد لاهو
----------
اکاسي : یوه ونه ده تک سپین ګالن کوي
- شمایله: ژاړي دې کابله په لوحه لوحه نکريزې
ژاړي دې کابله په لوحه لوحه نکريږې
غواړي له خيبره د ماښام ډيوه نکريزې
ژوند د اوښ مهار کړې د اختر تقديره الړې-
راوٴړې هواګانو د محشر په شپه نکريزې
راشه چې د شونډو له پاړونو دې لوګى کړم
سرې د ځيګر وينې او لمبه لمبه نکريزې
مرګ د عيسى نه ژاړي درخو د فرهاد ژاړي
غرونو ته راکاږي د پيپل سينه نکريزې
څه مې له پړوني انتها د رسۍ اخلې
څه راپسې پلورې په کوڅه کوڅه نکريزې
لوېږي مې السونو نه پيالۍ د اميدونو
ګرځي دې په سترګو کې نشه نشه نکريزې
بيا د شمائلې ګلفام رنګ په وينو راغى
بيا د محرم په ماښام مه راوٴړه نکريزې
شمائله سليمي
ښايي د ښار شاعرانو،
درشم او که وګرځم له لارې ستا رضا منم
حکم حکم ستا دی او فرمان فرمان د تا منم
زړه چی دې تش نه کړې نارواوونه سجده نشوه
زه چی منم بس په عابدانو کی مینا منم
لمر بویه چی لړې او ژورې را ته وښیي
ړوند خو نه یم یاره چی رهبره به امسا منم
عام ذهنیت ټیټ دی چی مني د سامري سخوندر
الس چی د فرعون ږیرې ته اچوي موسی منم
یو که راته ښه وایی سل به مې مرتد ګڼي
هر سړی په بیله الره ځي زه به د چا منم؟
زړه دې، ورته وایی خوشبیني که کمزوري د عشق
سل ځلې دې تیر ایستمه زر ځله دې بیا منم
څه به پسرليه د راهب او د ملا منم؟
---
ومان نیازی -- لاسلیک--
راشه په شعرونو کې مې وېښته ږمنځ کړه
او څوکې يې د لونګو په اوبو کې ومینځه
راشه په شعرونو کې مې
خپلې موزيکالې خندا ته وناڅه
راشه په شعرونو کې مې د خپلو بڼورو سترګو په څېر
توتکۍ والوځوه
او دا غېږه د وږمې
راشه په شعرونو کې مې خط ولیکه
او خپله نخښه لکه لاسلیک پرېږده
- - - البوم
هغه لار څومره تازه ده
په دې شپه کې
دا باڼه څومره تاوده دي
لکه وړانګې
او دا ږغ پر دې ډبرو
لکه عطر
لکه څو باغه انار چې وي چاودلي
لکه يوه دره کنګل
د سرو غمیو
لکه کښت د زعفرانو چې باد واخلي
نیم يې يوسي
نیم يې وخوري په مرغیو
او دا څاڅکي
لکه ستا د غږ په شوخه ازانګه کې
چې
څوک وشندي مستي د ګالبونو
هغه لار څومره تازه ده
لکه ګرځنده البوم د څراغونو
د کعبـــــې له ښــــاره ځمه، د اســــرې له ښـــــاره ځمه
خـــود په خـــوده مستـــــانه یم، د نشــې له ښــــاره ځمه
عشق نو څه وو، عشق نو څه دی؟ زه د خـدای خون ته تیار یم
پـــر هــر کلــــي جــــوړومه بتکــــــدې له ښــــاره ځمه
په بي دلو څـاڅـکو رنګ یم، ځـــان واکـدار سي خو زه نه یم
د ایاغ کافـري شــونــــډي را ستنـــــــې له ښـــاره ځمه
د شهیـــدو هیلــو وار دی، په ســــاړه دریـــاب کي سوځم
هــره ورځ بــلا را درومـــي، اوس د شپـــې له ښــاره ځمه
د ټوپـک شپېلۍ کــې سور ګلاب ټومبلــی، غــــازي ګډ وو:
جنګ بدرنـــګ وطن مي ځــان دی بي مـــاشې له ښاره ځمه
غرونو واورئ حافــــظه کي مي ثبــــت کــړي دوه څیـزونه
ډیـــــــر نــازک مخــونه، لـږي سېپـــارې له ښــــاره ځمه
د خــوبـــانو یو ښکنـــځل راته شکـــــر ســـوه احســـان مله
خون در سپــــارمه پــر ځــای د شکـــــــرانې له ښــاره ځمه
--
ایاغ: پیمانه، کاسه (دا لغت د موغلي ژبې نه راغلې)
[ماسوخیست]
د ناسور شوي پرهر څریکی دې خوږیږم یاره
لکه شلیدلی پاڼ را شلیږم را شړیږم یاره
زړې زرې پروت یم د ډیرو ښکلیو پښو کې یاره
ښاد شوم پیدا مې کړې اوس تا ته را ټولیږم یاره
لکه پري یمه بې یاره نه سازیږو سره*
جهان یو رنګ زه یم بل رنګ څنګ به پاییږم یاره
هوس پرست یم که څه که مینه نه پیژنم
ته را نه بیل یی او زه بل ته هوسیږم یاره
نه شوپنهاور مازوخیست دی نه ممتاز مازوخیست*
که څوک وي، زه یم چې خپل هر درد ته ګډیږم یاره
--
* پردی د آلبرت کامو یو ناول دی چی د بشر یوازیتوب ښیی
* مازوخیست: هغه څوک چی د خپل ځان د ځورولو نه خوند واخلي. شوپنهاور یو بدبین فیلسوف و.
شاعر شعر ته عنوان نه دی ورکړی ما یو عنوان د فایلونو د تنظیم کولو د پاره زیات کړ (جنید)
پاره پاره زړګی مې وګنډه په تار د زلفو
له بخملي شونډو دې لرې کړه ښامار د زلفو
تر زنخدان يې صمدي بڅرکي پورته شولو
که دس سپوږمۍ پر سينه ولوېده کتار د زلفو
زاهده مه ګڼه عبث د لېونتوب راګونه
عيسی به وګورې چې را به شي پر لار د زلفو
رغېده نه لري د مينې سېلابي زخمونه
زه ته مې نه لوېږي چې روغ دې شي بيمار د زلفو
تر پلو لاندې پښتنې ځکه ساتلې پټې
عالي قيمت يې وي د حسن په بازار د زلفو
که مې طواف شو د رندانو په ټولۍ کې نصيب
د لېونتوب نشه به وسوځي خمار د زلفو
چې په ازل کې مې ليکلي پټه يې خوله يې منم
مديونه غواړم چې اجل مې شي په دار د زلفو
شمایله سلیمی
ما په تا باندې زړه بائلو سر و مال هم
تن و من کور و مکان اهل و عيال هم
پرې به نږدمه زيارت د يار د سترګو
ذوالقرنين که راته اودروي دېوال هم*
دا کرم د رب کافي دى هم شافي دى
چې يې ته زما هم سن کړې هم خيال هم
الوداع مې ستا د مينې ابتدا کړه
دروازې که راته وا دي د زوال هم
لاس دې نه باسم اسمانه له ګرېوانه
که مې کټ پر لور روان شي د پاتال هم**
چې آرام مې يو لحظه ورځينې نه ٶ
ګوره وخت يې رانه هېر کړل خط وخال هم
شپه د بخت مې صباه نشوه شمائلې
که ــ آذان ورپکې وشو ـــ د بلال هم
--
*ذوالقرنین څو ماناګانې لري. زه ګومان کوم دلته د شاعر مطلب د هغه اسطوره ای عرب باچا نه وي چی د یاجوج او ماجوج او خپلو اتباغو تر مینځ یی یو دیوال جوړ کړی ؤ. دا دیوال به د قیامت په ورځ ړنګیږي او یاجوج او ماجوح د خلکو د ځورولو د پاره هرجیرنه خپاره کیږي.
** د پاتال نه مطلب «زوړ او رنځور» دی ( فارسي پیر و پاتال)
کاش صحرا وزرې وکړې بوړبکۍ شي
دا خبره کاشکې والوځي مرغۍ شي
کاش یو ځل زه د کوم غره د روح حصه شم
کاش یو ځل زما د خوب خاوره هوسۍ شي
کاش دا چیغه له دې زهرو روغه ووځي
کاش په غشو د دې مار مرۍ بخۍ شي
پر کوم زړه ناسته تڼاکه کې اور بل شو
راښکاره به یې لمبه لکه نتکۍ شي
چې نظر ورپسې غوټه کړم ښایسته !
له ځنګله دې هسکه توره توتکۍ شي
--
بوړبکۍ: ګردباد. یو ډول اغزي ته هم وایی چې دلته د صحرا سره ښه مناسبت لري
[ورکه زاڼه]**
زما پر سیوري یې پښه اېښې ده
د څانګو څوکي کاشکې ونه واخلي
د دې کښتۍ څراغ ته ناسته جنۍ
کاش له نازکو شونډو ستنه واخلي
میر مې ورک کړی لکه ورکه زاڼه*
د شنه اسمان غېږ کې دورې وهمه
پر غږ مې ناستې دوړې وڅڼډه چې
د چا په نوم پسې نارې وهمه
د ګونګروګانو په شرنګي مینه*
ادا په تار د لیونتوب تخنوي
سترګې مې ویښې دي مرغیو غوندې
په بې خوبيو یې څوک خوب تخنیوي
د کهربا غوندې رڼې ځلېږي
سترګې یې خامې د زیتون دانې دي
چپه باڼه او لیمویي لمنه
مرۍ مرۍ شامقصودي تسپې دي
زعفراني کرونده تږې جلوه
د ارغوان د بوټي سیوری جنۍ
بنارسي سارۍ تر ځان تاو کړې
د بنارس د کوڅو ستوری جنۍ
--
*میر: لارښود، رهنما
*ګونګروګان: واړۀ واړۀ جرسونه چې اکثر دَ څاروو پۀ غاړه کښې يا ډمې ئې پښو ته دَ شرنګاري دَ پاره اچوي (قاموسونه، د قلندر مومند Daryab Pashto Glossary)
**عنوانونه ما زیات کړي دي. جنید
غیږې له یو یو غل راشي وزانګي را وزانګي
څنګه ښه په چل راشي وزانګي را وزانګي
تاب ترې بارودي دوړې غېږه کې په زور يوسي
وړکې له کابل راشي و زانګي راوزانګي
وکړي فاتحه د ګل تاندو تاندو لښتوته
څانګې له بلبل راشي وزانګي راوزانګي
زيړ مازيګرى شي تېر روح رانه جانان يوسي
خوب کې عزرايل راشي وزانګي راوزانګي
څو بدرنګ مې وژړيې څو ښکلو ته وخاندم
خيال ته مې غزل راشي وزانګي را وزانګي
ښکلي جنتي نجونې ناست دسين په غاړه وي
حورې له ځنګل راشي وزانګي را وزانګي
خوار ” تړون “ د يار چم کې تش کچکول په لاس ګرځي
ستړى له مزل ر اشي وزانګي را وزانګي
وېشنيزه:سميع الله تړون
چې قایم سړی په حی علی الجهاد شي
نو راښکته به یې خپو ته خلیلزاد شي
دا طالب که نن دنیا لیونی بولي
خو سبا ته به طارق بن زیاد شيی
موږ د جنګ او سولې واک تاته درکړی
خدای دې نه کا چې راکم دې اعتماد شي
ازادي چې د شغال د خولې شعار شي
د زمریو تاریخونه يي برباد شي
څوک چې تل د جمهوریت غواګانې لشي
نو وطن به یي ټاټوبی د فساد شي
چې د فتحې په ناره له خوبه پاڅو
خوار تړونه ستا شعرونه به رایاد شي
سميع الله تړون
ده کتلي د عشق تـــــــوري ، مایې زور لیدلی دی
دا اوږده کیسه د زلـــــفو، دا لنډۍ دعـــــــوه د زهد
ده یې تار لیدلـــــــی نه دی ، ما یې تور لیدلی دی
چاته وژاړم چي څــوک مي ، سوځوي د خاطر خونه
نه یې دود ، نه یې لمبه شته ، نې چا اور لیدلی دی
عقل خوار سودایي ګرځي، جنون مست موج د خندا
یـــــــو اور بل ترپلو لاندي ، او بل خـــــــپور لیدلــی دی
«پښتنې په کتو نه دي» ګرانــــــــــــــــي ! زما ابۍ ویل
«ورور یې ګوره خور یې غواړه» مـــــا دې ورور لیدلی دی
پنجابي تیل یې وهلي ، لاس یــې نه ټینګوي لاس
ربه ! خیر مــــــــــو کړې پښتو ته، خان لاهور لیدلی دی
زمانې ! موسا دي څه سو؟ محراب ونیو سحر ګرو
سامري ته په سجده مي دلدل سپور لیدلی دی
ورځ منبر عتاب او وعـــــظ ، شپه بدنام بازار د حـــــــسن
سپین پګړی مي په سیاه سرو کي سرتور لیدلی دی
د دې ښار غسل واجب دی، د قدرت شیطاني خوب
هم قاضي، هم محتسب ، هم ملا تور لیدلی دی
ښکلی کلاسیک وزمه غزل دی. کلاسیک یی بولم ځکه د مضمون یو والی یی د حافظ غوندې یو آمرانه ادبي غږ تضمینوي چي هم شیخ او محتسب ټکوي او هم نور مبتذل مخلوق ترې تښتیدی نه شي. ډ هجوې لومړۍ کچه د سطحیتوب او ژوروالي مقایسه ده. شیخ محتوا ته نه شې رسیدلی او د تورو او نښو په لوستلو یې ځان بوخت کړی او په الفاظو غولیدلی حال دا چې د شعر راوي ځان د معشوق کور ته یا ښایي کعبې ته رسولی وي. راوي د مینې اوج ته رسیدلی خو شیخ تر اوسه د الفاظو نه نه دی وتلی.
همدا د لفاظیت مضمون په دوهم بیت کې هم غزول شوی: شیخ د اوږدو زلفو یو تار هم نه دی خپل کړی او ما دده د «لنډۍ» دعوې (ادعا، لاپې) تور اتهام لیدلی. د اوږدو زلفو او کیسو انځور نو غزل کی سابقه هم لري: معاشران ګره از زلف یار باز کنید/ شبې خوش است به این قصه اش دراز کنید (حافظ).
د بې دوده او بی اوره عشق بیت نو توضیح نه غواړي او د عقل او جنون تضاد هم نوی نه دی خو دا انځور نوی دی چی اوربل د عقل نه ځان تر پلو لاندې پټ کړی دی خو دا د جنون مستي ده چی خورې زلفي ویني.
د «ورور یې ګوره خور یې غواړه» بیت هم ما ته کومه پوښتنه نه را اوچتوي.
نو راشو د هجوې یو بل بیت ته: پنجابي تیل یی وهلي لاس یی نه ټینګوي لاس/ ربه خیر مو کړې پښتو ته خان لاهور لیدلی دی.
دلته د تیلو انځور ډیر مناسب دی ځکه تیل ښوی دی او اصالت نه لري. «وهلي» کیدی شي په دې مانا وي چې د پنچابیانو ډوډۍ یې خوړلې او دا مانا هم ورکولی شي چی لاسونه یی په تیلو غوړ دي نو ځکه لاس یی په لاس کې نه ټینګیږي. قول یی قول نه دی او ملګرتیا یې ملګرتیا نه ده. نو خدای مو د داسې خان نه وساتي چې لاهور ویني او هرڅه یې هیریږي.
نو خان خو لاړ او موسی پیدا شوی نه دی چی مو لارښود شي. د موسی په غیاب کی سامري (چې د موسی قوم یې خوسي یا غوایي پرسته کړل) اوس ځان لارښود کړی دی او خلک ده ته سجده کوي. او په دې خلکو کی یو هم پر دلدل سپوردی. دلدل نو هغه کچره یا مرکب ؤ چی چا محمد (ص) ته ورکړې ؤ. د ا نو طنز ته یوه بله کچه هم ورکوي.
په بل بیت کې دا د سامري عابدین د ریا او فسق بیلګې دي او که د ورځې وعظونه کوي د شپې د حسن په بازارونو کې چکرې وهي او د سپينو پګړیو سره د سیاه سرو پسې سر تور ګرځي.
وروستی بیت هم د ریایی شیخانو هجو ده.
ددې ښار غسل واجب دی، د قدرت شیطاني خوب
هم قاضي، هم محتسب، هم ملا تور لیدلی دی
دلته دوی شیطاني خوب ویني او خوب د قدرت د ګټلو او ساتلو خوب دی چی «هم قاضي هم محتسب هم ملا تور لیدلی دی.» غسل واجب په دې دی چی ښار مړ شوی.
هر آنکسې درین حلقه نیست زنده به عشق
برو نمرده به فتوای من نماز کنید.
خو یوه بله مانا دلته خامخا په نظر کې نیول شوې ده او هغه د جنابت غسل دی چی که څه هم فرض دی نه واجب، لوستونکي په هغه توپیر پسې نه ګرځي او د شیطان او خوب د تورو په لوستلو کوم شک ورته نه پاته کیږي.
«ملا تور» باندې پوه نه شوم. څه ظریفه اشاره خو شاعر ځان ته هم کړې ده (عطایي ملا) خو د «تور» صفت بیا ولي په ملا زیات شوی؟ دا پوښتنه به څوک را ته ځواب کړي او یا به جسارت وکړو او د شاعر نه مرسته وغواړو.
په دې غزل کې د شعري ژبې نه په کاراخیستلو کې مهارتونه ډیر شته. د شعر موسیقي په زیاتره بیتونو کې له ورایه اوریدل کیږي:
ده یی تار لیدلی نه دی ما یی تور لیدلی دی
خاطر خونه
سامري ته په سجده کی
زلفی ... زهد
دا تجنیسونه شعر ته ښه آهنګ ورکوي.
بله دا چې د نحوي د جوړښت تکرارهم د ریتم او هم د غږ په برخه کې شعر خوندور کړی.
شیخ یې .... مایې
دا اوږده کیسه د زلفو دا لنډۍ دعوه د زهد
په غزل باندې د نورو تبصرو ضرورت هم شته خو په همدې به بسنه وکړو چې د وطن د نیمایي پیړۍ په اوضاعو باندې د مینې، اسطورو، او موسیقۍ له لارې داسې یو شاعرانه او متوازنه نیوکه به خامخا د ډيرو لوستونکو خوښ شوې وي او زه خو طبعا د دغسې لوستونکو په ډله کې یم.